صوبايي ډيزاسټر مينجمنټ (پي ډي ايم اے) د بټګرام چيئر لفټ پيښې په اړه تفصيلات جاري کړي دي۔

0
209

باغي ټي وي رپورټ

د پي ډي ايم اے ترمخه د چيئر لفټ پيښه نن سهار اته نيمي بجي په پشتو سيمه کښي رامخي ته شوي ده چيئر لفټ د غرونو په مينځ کښي د جهانګيري خوړ باران ډنډ کښي پروت دے چي پکښي 8 کسان په لفټ کښي بند دي۔

د پي ډي ايم اے تفصيلاتو ترمخه په نيول شوؤ کسانو کښې ابرار، عرفان، گلفراز او اسامه شامل دي.

د دې نه علاوه رضوان الله، عطاء الله، نیاز محمد او شیرنواز هم په چیئر لفټ کښې بند پاتې دي، چیئر لفټ د دوه زره میټرو په لوړوالي کښې دی.

عيني شاهد نورالهادي جيو نيوز ته وويل، چې د چورلکې غږ اورېدل کېږي، هغه چورلکه چې ريکي ته لېږدول شوې وه، تر اوسه بېرته نه ده ستنه شوې.

د نورال هادي په وينا، پخوا به يو ماشوم بې هوښه کېده، خو اوس دوه ماشومان بې هوښه شوي دي، د ده په خبره، پخوا به وړې پېښې رامنځته کېدې، دا ډول پېښه نه وه شوې.

عيني شاهد نورالهادي وايي، چې د عبدالقيوم زوى يې خپل خپلوان په چيرليفټ کې بند پاتې دى، چې په پوره تماس کې دى. د الف تفصيل له مخې په نيول شويو كسانو كښې ابرار، عرفان، ګلفراز او اسامه شامل دي۔

Leave a reply