د ترهګرۍ ضد عدالت د سندهـ اسمبلۍ پخواني غړي راجا اظهر په جسماني ريمانډ پوليسو ته سپارلی دی.

0
191

باغي ټي وي رپورټ

پوليسو د پي ټي ائي د سندهـ اسمبلۍ پخوانى غړى د ترهګرۍ ضد عدالت کې وړاندې کړى چې پکې د اوريدنې په مهال عدالت د راجه اظهر نه پوښتنه کړې چې په ده تشدد نه دى شوى. په دې اړه راجا اظهر وویل چې نه، زما سره هیڅ ډول تشدد نه دی شوی.

د اوريدنې په مهال پوليسو د راجا اظهر د جسماني ريمانډ غوښتنه کړې او تفتيشي افسر ويلي دي چې تر پوښتنو ګروېږنو وروسته به ملزم ته يو ترميمي چالان وړاندې کولې شي۔

د تحقيقاتي افسر په غوښتنه عدالت راجا اظهر په دوه ورځو جسماني ريمانډ پوليس ته حواله کړو او په راتلونکې اوريدنه کښې يې د تحقيقاتي افسر نه د پرمختګ رپورټ طلب کړو.

راجه اظهر د رسنیو له استازو سره خبرې وکړې

د نهې په ورځ د عدالت نه بهر ميډيا نمائندګانو سره په غير رسمي خبرو كښې راجه اظهر وويل چې د تحريك انصاف د چيئرمېن مينه هيڅكله د ده له زړه نه نشي لرې كولې۔

نوموړي شرجیل میمن ته چیلنج کړی او ویلي یې دي چې ثابته کړي چې بس کې اور لګېدلی، دلته شراب په شاتو جوړېږي، زه اعتراف کوم چې په نهمه مې احتجاج کړی و.

Leave a reply