د پاکستان رېنجرز هند ته د نشه يي توکو او وسلو د قاچاق مخه نيولې او شپږ هندي قاچاق وړونکي يې نيولي دي.

باغي ټي وي رپورټ
د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو څانګې (ISPR) له مخې، د جولای له 29 څخه تر اګست 3 پورې د نفوذي هڅو په ترڅ کې 6 هندي قاچاقبران نیول شوي چې د مخدره توکو او وسلو په قاچاق کې لاس لري.
د آئي ايس پي آر ترمخه په نيول شوؤ هندي اتباعو کښې د فيروز پور اوسېدونکی ګرميج سينګ، شيندر سينګ، جاګيندر سينګ، ويشال سنګ، د جالندھر اوسېدونکی مهندر سينګ او د لوديانه اوسېدونکی ګورندر سينګ هم نيول شوي دي.
ISPR وايي، د نيول شويو قاچاقبرانو پر ضد به د پاکستان د قوانينو او د دولت ضد فعاليتونو له مخې پاکستان ته د ناقانونه ننوتلو په خاطر اقدام وشي.
آئي ايس پي آر وئيلي دي چې د بي ايس ايف تر څارنې لاندې د پولې نه د هندي اسمگلرانو په اسانۍ تګ راتګ د حيرانتيا خبره ده، د سمگلرانو سره د هندي بي ايس ايف ممکنه تعلق لرې خبره نه ده.
آئي ايس پي آر وئيلي دي چي د بي ايس ايف په پوله د څارنې موثر نظام به د سمګلرانو تعلق ختم کړي۔






