اليکشن کميشن د نگران حکومتونو لپاره روان هدايات زيات کړي دي۔

باغي ټي وي رپورټ
د اليکشن کميشن لخوا په جاري شوي نور هداياتو کښې وئيلي شوي دي چې نگران حکومتونه به په هيڅ صورت د انتخاباتو د متاثره کولو کوشش نه کوي، نگران حکومتونه د اليکشن کميشن په خبرتيا سره د معاهدې يا پريکړې له مخې اقدامات کولي شي۔
د الېکشن کمېشن ترمخه نگران حکومتونه به په روانو قراردادونو عمل کولی شي، په پروژو باندې به د پبلک پرائیویټ پارټنرشپ اتھارټی قانون لاندې د عمل اجازت ورکولې شي.
اليکشن کميشن وايي د بين الحکومتي تجارتي راکړو ورکړو د قانون لاندې به روانو پروژو په اړه د اقداماتو اجازه هم ورکول کيږي، د دې نه علاوه به نگران حکومتونه د پرائيوټائزيشن کميشن آرډيننس لاندې د روانو قراردادونو او پروژو په اړه فيصلې کولی شي.






