پاک افغان همکارۍ ټولنې له طرف نه افغانستان سره بشري مرستې وشوې

په پاک افغان پوله د پاکستان، اسلامی امارت او د ترکي سرې میاشتې نماینده
باغي ټي وي رپورټ
په پاک افغان پوله تورخم د پاک افغان همکارۍ ټولنې او د ترکي هیواد سرې میاشتې ادارې له لورې د افغانستان اولس لپاره بشري مرستې ولیږل شوې، په تورخم پوله د خوراکي توکو نه ډګ ټرکونه د افغانستان اسلامی امارت مشرانو ته حواله کړې شو.
په پاک افغان پوله تورخم د ۱۴۲ ټنه خوراکي توکو نه ډک ۷ اووه ټرکونو د افغانستان اسلامی امارت د توروخم او د کډوالو ریاست مشرانو ته ورکړې شي، په دې موقع د پاکستان د هیواد د تورخم په پوله مسولینو دا بشري مرستې افغان چارواکو ته ورکړې. دوه ټرکونه د ترکي سرې میاشتې او ۵ ټرکونه د پاک افغان د همکارۍ ټولنې د لوري افغان اولس ته ډالۍ شو.
په دې موقع د افغان اسلامی امارت د تورخم مسول او د کډوالو ریاست مشر مولوي سردار شیرزاد او د ترکي هیواد د سرې میاشتې مشر ابراهیم کارلوس هم موجود وو، رسنیو سره په خبرو کښې ابراهیم کارلوس اوویل چې مونږ به د په راتلونکې وخت کښې هم افغان اولس سره بشري مرستو وکړو. مولوی سردار شیرزاد هم د پاکستان حکومت او د پاک افغان د همکارۍ ټولنې غړو ستاینه وکړه چې افغان اولس سره ی دا بشري مرستې وکړې.

تورخم: د بشري مرستو نه ډک ټرک افغانستان ته داخلیږي.
افغان چارواکو د پاک افغان د همکارې فورم غړو او د ترکي سرې میاشتې ادراې ستاینه وکړه چې په دې سخت وخت کښې ی افغانستان سره مرستې وکړي. یاده دې وی چې د تیرو څو ورځو نه افغان اولس ته د د ۱۰۰۰ ټن نه زیات بشري مرستې چې په دې کښې خوراکي توکي او داروګان شامل وو افغانستان ته ولیږل شول.






