د شمالي وزیرستان په شوال تحصیل کې د ترهګرو په برید کې ۱۱ کسان وژل شوي دي.

باغی ټي وي رپورټ
د ډپټي کمشنر ریحان ګل وینا ده چې ترهګرو په بارودي موادو بار ګاډي ته چاودنه ورکړې چې په نتیجه کښې په ګاډي کښې موجود ۱۱ مزدوران وژل شوي دي.
چارواکي وايي، په موټر کې ۱۳ تنه مزدوران سپاره وو، چې په چاودنه کې ۲ تنه سخت ټپیان شوي، چې د وژل شویو او ټپيانو جسدونه روغتون ته لېږدول شوي دي.
چارواکي وايي، د وژل شویو کسانو تعلق د جنوبي وزیرستان د مکین او وانا تحصیلونو سره دی.






