د برښنا شرکت کار کوونکو د معاشونو د نۀ ورکړې لۀ امله لاریون کړی دی 

0
149

د برښنا شرکت کار کوونکو د معاشونو د نۀ ورکړې لۀ امله لاریون کړی دی 

د برښنا شرکت کارکوونکو د یاد شرکت  پۀ انګړ د دوی د درې میاشتې معاشونو د نۀ ورکړې لۀ امله لاریون کړی دی.

دوی وايي چې برښنا شرکت د میاشتې پۀمیلیونونو عواید لري؛ خو تر اوسه ئې  د دوی معاشونه ندي ورکړي.

 

 

(2021 / 10/ 23  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د برښنا شرکت کارکوونکو د یاد شرکت  پۀ انګړ د دوی د درې میاشتې معاشونو د نۀ ورکړې لۀ امله لاریون کړی دی.

دوی وايي چې برښنا شرکت د میاشتې پۀمیلیونونو عواید لري؛ خو تر اوسه ئې  د دوی معاشونه ندي ورکړي.

دا پۀ داسې حال کې ده چې څو ورځې وړاندې برښنا شرکت اعلامیه خپره کړه چې شا و خوا پنځه څلوېښت میلیونه ډالر د برښنا  دبېل نۀ ورکړې لۀ امله د ګاونډیو هېوادونو پوروړی دی.

اړوند موضوعات: 

کاپیسا ولایت کې د ا.ا.ا له دولتي مامورینو سره پنځه پنځه زره افغانۍ مرسته وکړه

د دغو پورونو د اداء او د برښنا شرکت د نورو ستونزو د حل لپاره برښنا شرکت لۀ ملګرو ملتونو د ۹۲ میلیومه ډالره ورکړې غوښتنه کړې ده.

که څۀ هم د ا.ا.ا د برښنا شرکت پۀ ګډون د نورو وزارتونو او ریاستونو د معاشونو د ورکړې ژمنې کړې وې؛ خو تر اوسه د دولتي مامورینو معاشونه ندي ورکول شوي.

 

 

Leave a reply