د اسټراليا د بشري حقونو د څار ادارې مشر د افغانانو لپاره د ويزې د پروسې د اسانتيا غوښتنه وکړه

0
111

ګواشون په افغانستان کې د بشري حقونو له ناوړه وضعیت څخه اندېښمن دی او د دغه هېواد له حکومته یې غوښتي چې هغه خنډونه لرې کړي چې د دغه بهیر پر وړاندې خنډ ګرځي. دانیلا ګووشون اوس هم غواړي د افغانانو لپاره د بشري ویزو شمیر زیات کړي.

د اسټراليا د بشري حقونو د څار ادارې مشر په افغانستان کې د نجونو او ښځو پر وضعيت او د خبريالانو د توقيف په اړه اندېښنه وښوده او ويې ويل چې په دغه هېواد کې وضعيت ورځ تر بلې خرابېږي.

(2023 / 8 / 19    نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د اسټرالیا د بشري حقونو د څار ادارې مشرې ډینیلا ګاوشن د اسټرالیا له حکومته غوښتي چې افغانانو ته د بشري ویزو ورکولو په برخه کې لومړیتوب ورکړي او په دې پروسه کې اسانتیاوې رامنځ ته کړي.

هغه وویل چې په افغانستان کې د سرپرست حکومت له رامنځته کیدو وروسته د روغتیایی معایناتو او امنیتي معایناتو له امله اکثره غوښتونکو د دغه هیواد ویزې نه شي ترلاسه کولای.

ګواشون په افغانستان کې د بشري حقونو له ناوړه وضعیت څخه اندېښمن دی او د دغه هېواد له حکومته یې غوښتي چې هغه خنډونه لرې کړي چې د دغه بهیر پر وړاندې خنډ ګرځي. دانیلا ګووشون اوس هم غواړي د افغانانو لپاره د بشري ویزو شمیر زیات کړي.

اړوند موضوعات:

کاناډا د پاکستاني اتباعو لپاره د ویزې د پروسې موده کمه کړې ده

Leave a reply