په سیمه کې د ترهګرۍ د رامنځته کېدو په اړه د روسیې د دفاع وزیر څرګندونې

د روسیې دفاع وزیر په منځنۍ اسیا کې د مسکو د متحدینو پر وړاندې امنیتي ګواښونه خطرناک بللي دي. سرګي شویګو وویل: “په منځنۍ اسیا کې د روسیې د CSTO د متحدینو امنیت د روسیې د دفاعي بنسټونو لپاره یو مهم لومړیتوب دی.
نن ورځ اصلي ننګونې او ګواښونه د افغانستان له دننه څخه سیمې ته راڅرګندیږي. “افغانستان چې د څو لسیزو راهیسې د امریکا متحده ایالاتو په ملاتړ د نظام له ړنګیدو وروسته د نړیوالو ترهګرو سازمانونو وده او نفوذ لیدلی دی.”
(2023 / 8 / 17 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د روسیې د دفاع وزیر سرګي شویګو د مسکو په نړیوال امنیتي کنفرانس کې ادعا کړې، چې له افغانستانه په سیمه کې د ترهګرۍ ګواښونه رامنځ ته کېږي.
د روسیې دفاع وزیر په منځنۍ اسیا کې د مسکو د متحدینو پر وړاندې امنیتي ګواښونه خطرناک بللي دي. سرګي شویګو وویل: “په منځنۍ اسیا کې د روسیې د CSTO د متحدینو امنیت د روسیې د دفاعي بنسټونو لپاره یو مهم لومړیتوب دی.
نن ورځ اصلي ننګونې او ګواښونه د افغانستان له دننه څخه سیمې ته راڅرګندیږي. “افغانستان چې د څو لسیزو راهیسې د امریکا متحده ایالاتو په ملاتړ د نظام له ړنګیدو وروسته د نړیوالو ترهګرو سازمانونو وده او نفوذ لیدلی دی.”
اړوند موضوعات:
په ورته وخت کې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف په افغانستان کې د ترهګرو د فعالیتونو پر مخنیوي ټینګار کړی دی.