د امریکا د بهرنیو چارو وزیر: موږ د ځوانانو بل نسل نلرو چې افغانستان کې وجنګیږي، او ووژل شي

هغه وویل،«موږ د امریکا بل ځوان نسل نه لرو چې په افغانستان کې جګړه وکړي او مړه شي. بلنکن د دوشنبې په ورځ (د اسد ۲۳) له طالبانو سره د هر ډول عادي اړیکو جوړول په افغانستان کې د ښځو او نجونو د حقونو په درناوي پورې تړلي وبلل. نوموړي د ښځو د حقونو د تامین په اړه د امریکا او لسګونو نورو هېوادونو د واضح دریځ یادونه هم وکړه او زیاته یې کړه، چې
“موږ به له طالبانو سره د خپلو ژمنو د نه پوره کېدو حساب ورکوو او تر هغه به پرې نه ځو.” خو امریکايي چارواکي ویلي، چې امریکا به “لا هم د افغانستان له خلکو سره د بشري مرستو اصلي تمویلونکی وي.”
(2023 / 8 / 16 نېټه باغي ټلویزیون )
بشپړ راپور
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو پرېکړه «حق» وګڼله او دا یې د امریکا تر ټولو اوږدې جګړې ته د پای ټکی کېښود.
هغه وویل،«موږ د امریکا بل ځوان نسل نه لرو چې په افغانستان کې جګړه وکړي او مړه شي. بلنکن د دوشنبې په ورځ (د اسد ۲۳) له طالبانو سره د هر ډول عادي اړیکو جوړول په افغانستان کې د ښځو او نجونو د حقونو په درناوي پورې تړلي وبلل. نوموړي د ښځو د حقونو د تامین په اړه د امریکا او لسګونو نورو هېوادونو د واضح دریځ یادونه هم وکړه او زیاته یې کړه، چې
“موږ به له طالبانو سره د خپلو ژمنو د نه پوره کېدو حساب ورکوو او تر هغه به پرې نه ځو.” خو امریکايي چارواکي ویلي، چې امریکا به “لا هم د افغانستان له خلکو سره د بشري مرستو اصلي تمویلونکی وي.”
اړوند موضوعات:
چین: آمریکا نباید شکست سیاسی و نظامی خود در افغانستان را فراموش کند