سترې محکمې د لاهور هائي کورټ ته امر کړی چې د اګست په ۲۱ مه د پرويز الاهي په درخواستونو فيصله وکړي.

باغی ټي وي رپورټ
په سپريم کورټ کې دجسټس اعجازالاحسن په مشرۍ درې کسيز بينچ دپنجاب دپخواني وزيراعلي پرويز الاهي دضمانت درخواست اوريدلى چې پکې عدالت لاهور هاي کورټ ته امر کړى چې دپروېز الهي په درخواستونو په ٢١م اګست فيصله وکړي.
محکمې په خپل حکم کې ویلي، که لویه محکمه د اګست په ۲۱مه پرېکړه ونه کړي، د نیولو موقت حکم به وځنډول شي.
وروسته عدالت د مقدمې اورېدنه تر نامعلومې مودې پورې وځنډوله.
ياده دي وي چي د لاهور هائي کورټ عبوري حکم کښي د پرويز الهي ضمانت مسترد کړي وو۔
د پرويز الهي په جسماني ريمانډ نيب ته حواله شوے دے۔
تيره ورځ د لاهور احتساب عدالت د پنجاب پخوانې وزيراعلي او د پاکستان تحريک انصاف صدر پرويز الهي په شپږ ورځني جسماني ريمانډ د قامي احتساب بيورو (نيب) ته وسپارلو.






