سپريم کورټ د پاکستان د تحريک انصاف (پي ټي آئي) چيرمين عمران خان د قامي اسمبلۍ حلقه اين اے 131 لاهور کښې د بيا شمېرنې په ضد درخواست خارج کړے دے۔
باغی ټي وي رپورټ
د چيف جسټس په مشرۍ کې دوه کسيز بنچ د لاهور په حلقه اين اے 131 کې د بيا شمېرنې په ضد د درخواست اورېدنه وکړه.
چيف جسټس عمر عطا بنديال د پي ټي آئي چيرمين وکيل بابر اعوان سره خبرو کښې اوويل چې د بيا شميرنې اپيل اوس غير موثره شوې دې ولې بابر اعوان په جواب کښې اوويل چې جيئي صاحب په مکمله توګه غير موثره شوې دې۔
بابر اعوان وويل چې که اجازه ورکړي نو په دې اړه دې د پي ټي ائي له چيئرمين څخه نوې هدايات واخلي، په دې اړه چيف جسټس ريمارکس ورکړو چې قومي اسمبلۍ منحل شوې ده، د اسمبلۍ له منحلولو وروسته په دې اړه نور څه کولى شي. موږ باید نویو ټاکنو ته انتظار وباسو.
د پي ټي آئي چيئرمېن وکيل وويل مونږ هم په بې صبرۍ سره د نويو انتخاباتو انتظار کوو.
سپريم کورټ د عمران خان درخواست بې اثره کېدو له وجې دا درخواست ختم کړ.
ياده دي وي چي د پي ټي آئي چيئرمېن د اين اے 131 لاهور کښې د بيا شمېرنې په ضد اپيل دائر کړے وو چې پکښې لاهور هائي کورټ د سعد رفيق په درخواست اين اے 131 کښې د بيا شمېرنې حکم ورکړے وو۔
د پي ټي آئي چيرمين عمران خان د لاهور هائي کورټ فيصله چيلنج کړې ده۔