د مسلم ليګ (ن) مرکزي مشر ميا جاوېد لطيف وايي، نواز شريف په سپټمبر مياشت کې هېواد ته ستنېږي او ولس به هغه د څلورم ځل لپاره لومړی وزير جوړوي.

0
149

باغی ټي وي رپورټ

د ميا جاويد لطيف په مشرۍ کښې شيخوپوره کښې د ازادۍ د ورځې په مناسبت يوه جلسه اوشوه، په دې موقع خپله وينا کښې ميا جاويد لطيف اوويل چې ذوالفقار علي بهټو هم د عالمي سازش له مخې ووژل شو۔

ده ووئيل نوازشريف ته د پاكستان د دفاع د نابودولو سزا وركړې شوې٬ د سي پېك سترې تحفې نړيوال قوتونه ناراضه كړل٬ نړيوال سازش اوس هم روان دے خو د نواز شريف په لاره كښې به كوم زمكه نه زغمي۔

جاوېد لطيف وويل د پاکستان مخالف قوتونه د فتنې خان د ژغورلو پلان لري، که موږ خپل سياست قرباني نه کړو، نو اساسي قانون، جمهوريت او رياست ته به نه جبرانېدونکې زيان رسېدلی وای.

د ليګ مشر زياته کړه چې رياست ته به شخصيتونه قربانېږي، خو رياست ته به د شخصيتونو قربانۍ نه ورکول کېږي، د شهيدانو او غازيانو د قربانيو ثمره دې رياست ته ورکړل شي.

بل خوا پخواني دفاع وزیر خواجه اصف ویلي، تر څو چې خطر صفر نه شي، د نواز شریف د راستنېدو خطر نه شو اخیستی.

Leave a reply