صدر ډاكټر عارف علوي وئيلي دي چې سياستوال دې د بښنې لاره غوره كړي، د نفرت پر ځاى مينې ته وده وركړي
د پاکستان صدر وويل د ازادۍ او جمهوريت لپاره قربانۍ ورکړل شوي، د انصاف لپاره پکار ده چې د ګوندونو غږ واوري ځکه چې کوم ملک کښې چې انصاف نه وي هغه کښې ګډوډي مخې ته راځي.

باغی ټي وي رپورټ
صدر ډاكټر عارف علوي وئيلي دي چې سياستوال دې د بښنې لاره غوره كړي، د نفرت پر ځاى مينې ته وده وركړي.
اولس مشر عارف علوي د ازادۍ د ورځې په موقع د بيرغ پورته كولو مهمې دستورې ته په خطاب كښې ووئيل چې د ازادۍ مبارزه په 1857 كال كښې پېل شوه، د آئين، قانون او انصاف د بالادستي لپاره قربانۍ وركړې شوې، نن هم زمونږ پوځيان او عام وګړي د پاكستان خدمت ته دوام وركوي۔ د شهادت په ورکولو سره دغو قربانیو ته درناوی وړاندې کوم او هغو کسانو ته هم درناوی کوم چې د وطن د دفاع او امنیت لپاره یې مبارزه کړې ده.
د پاکستان صدر وويل د ازادۍ او جمهوريت لپاره قربانۍ ورکړل شوي، د انصاف لپاره پکار ده چې د ګوندونو غږ واوري ځکه چې کوم ملک کښې چې انصاف نه وي هغه کښې ګډوډي مخې ته راځي.





