د خيبر پښتونخوا نگران وزيراعلي اعظم خان د صوبايي کابينې نه د استعفا غوښتنه کړې ده.

0
82

باغی ټی وی رپورټ

د سرچينو له مخې دخيبرپښتونخوا له نگران وزيرانو څخه دغير مطمئن کارکردگۍ له امله داستعفې غوښتنه شوې ده.

سرچينې وائي دخيبرپښتونخوا زياتره نگران وزيرانو هم خپلې استعفاوې سپارلې دي.

دسرچينو له مخې دکابينې ١٩ غړو خپلې استعفاوې نگران وزيراعلي ته سپارلې دي اؤ ٨ غړو تر دې مهاله خپلې استعفى وزيراعلي ته نۀ ده سپارلې.

ياده دې وي چې د تحريک انصاف لخوا د خېبرپښتونخوا اسمبلۍ منحلولو وروستو اعظم خان د ۲۰۲۳م کال د جنورۍ په ۲۱مه نېټه د خېبرپښتونخوا نګران وزيراعلي وټاکل شو او په همغه ورځ يې د خپلې څوکۍ سوګند پورته کړو.

د خېبرپښتونخوا ګورنر غلام علي د جنورۍ په ۲۶مه په ګورنر هاؤس کې د نگران کابینې سوګند پورته کړو.

د جولای پر ۳۱مه د ټاکنو کمېشن له وزيراعلي څخه غوښتنه کړې وه چې له کابينې څخه سياسي تړاو لرونکي وزيران لرې کړي.

د اليکشن کميشن لخوا نگران وزيراعلي ته په خط کښې وئيلي شوي چې يو شمير وزيران، مشاورين او خاص مرستيالان د سياسي تعلق په بنياد استخدام شوي او په سياست کښې ککړ وزيران، معاونين او مشاورين دې ډي نوټيفېف شي۔ سمدستي

په ليک کې ويل شوي چې د ځينو وزيرانو، سلاکارانو او خاصو مرستيالانو چلند د سرپرست حکومت د روحيې خلاف دی، د ټاکنو کمېسيون امر کړی چې د سرپرست وزير په توګه دې خپله کابينه لږ تر لږه کمه کړي.

له دې وړاندې اليکشن کميشن د عوامي نيشنل پارټۍ په جلسه کې د نگران صوبائي وزير شاهد خټک د ګډون او وينا نوټس اخستى ؤ او د هغه د وزارت نه يې د لرې کولو امر کړى ؤ.

Leave a reply