د اپوزيشن ليډر راجه رياض او وزيراعظم شهبازشريف ترمينځه د نگران وزيراعظم په نوم اتفاق نه شو او نننۍ مشاورتي غونډه بې نتيجې ختمه شوه۔

باغی ټی وی رپورټ
له وزيراعظم سره د ليدنې وروستو ميډيا سره خبرو كښې د اپوزيشن ليډر راجه رياض وويل ملاقات په ښه فضا كښې وشو خو تر اوسه په كوم نوم اتفاق نه دې شوے۔
په دې اړه د وزيراعظم د دفتر لخوا جاري شوي بيان كښې وئيلي شوي دي چې وزيراعظم هاؤس كښې د وزيراعظم شهباز شريف او د اپوزيشن ليډر راجه رياض ترمينځه ليدنه وشوه چې پكښې د قامي مسئلې په اړه تر نورو غور كولو ورستو پرېكړه وشوه۔ مشوره به سبا د اګست په 11 بیا ترسره شي.
د وزيراعظم د دفتر لخوا جاري شوي بيان ترمخه وزيراعظم د نگران وزيراعظم د انتخاب لپاره د مشورتي غونډې لپاره د اپوزيشن مشرانو ته بلنه وركړې وه۔
ياده دې وي چې د قامي اسمبلۍ له منحلېدو وروسته به د اساسي قانون د ٢٢٤ اې له مخې د نگران وزيراعظم ټاکل کېږي، وزيراعظم او د اپوزېشن مشر به د نگران وزيراعظم لپاره سلا مشورې کوي او د اسمبلۍ له منحلېدو وروسته به هلته د نگران وزيراعظم ټاکل کېږي. د سرپرست لومړي وزیر نوم نهایی کولو لپاره به درې ورځې وخت وي.
که په دريو ورځو کې نوم فائنل نه شو نو معامله به پارليماني کميټۍ ته ځي، وزيراعظم او اپوزيشن ليډر به خپل خپل نومونه سپيکر پارليماني کميټۍ ته استوي او پارليماني کميټۍ به په دريو ورځو کې د نگران وزيراعظم نوم فائنل کوي. .
که پارليماني کميټي د نگران وزيراعظم نوم فائنل نه کړو نو معامله به اليکشن کميشن ته ځي او اليکشن کميشن به دوه ورځو کښې د نگران وزيراعظم نوم اعلانوي۔






