افغان سوداګرو او افغان وګړو د پاکستان ستاینه کړې

0
205

باغي ټي وي رپورټ
د افغانستان سوداګرو او عامو خلقو د پاکستان حکومت ستاینه کړې چې د پاکستان ویزا لرونکي افغان وګړو ته ی د پاکستان داخلیدو اجازت ورکړې دې، پرون په ۲۱ اکتوبر پاکستان اړوند ادارو هغه افغان وګړو ته چې د پاکستان ویزا لري هغوی د تورخم له لارې پاکستان ته راداخلیدۍ شي.

رسنیو سره په خبرو کښې یو افغان اوویل چې د پاکستان حکومت دې فیصلې ستاینه کړي چې پوله ی د افغان مسافر په مخ پراستله خو وس هم افغانانو ته دا ستونزه ده چې ماشومانو نه هم په افغان پوله د ویزې غوښتنه شي، هغه غوښتنه وکړه چې د افغان ماشوم پلار یا مور سره د پاکستان ویزا نو دې لپاره دې دې ماشوم ته هم اجازت ورکړي چې پاکستان ته داخل شي.
د تورخم سرچینو مطابق په افغانستان تورخم کښې په زرګونو هغه پلاران او میندې هم انتظار کوي چې دوی سره ماشومان دي، ټول هغه افغانان د حکومت پاکستان نه غوښتنه کوي چې مور پلارسره دې دې ماشومانو ته هم د پاکستان تلو اجازت ورکړې شي.
یاده دې وی چې پرون په ۲۱ اکتوبر په تور خم پوله سفری بندیزونه لرې کړې شو او افغان وګړې چې د پاکستان قانوني ویزا لري کولې شي د تورخم له لارې پاکستان ته داخل شي، د میی په ۵ نیټه کال ۲۰۲۱ د کورونا مخنیوي لپاره د پاکستان د کورونا مرض د مخنیوي لپاره جوړې شوې ادارې این سي او سي د طرف نه په پاک افغان پوله سفري بندیزونه لګیدلي وو.
څرګنده دې وی چې په ۱۵ اګست چې امریکا او نیټو ځواکونه د افغانستان نه څخه اووتل نو پاکستان د هغه ورځ نه تر نن پورې د افغان اولس د خدمت لپاره سفارت خانه نه دې تړلې، د کورونا وبا په سختو ورځو کښې هم په پوله افغان مریضانو او افغان زده کوونکو ته اجازت ورکړل کیدل چې پاکستان ته داخل شي.
>>>>>>
دې خبر سره نور تړلي خبرونه
https://pashto.baaghitv.com/%d9%be%d9%87-%d8%aa%d9%88%d8%b1%d8%ae%d9%85-%d9%be%d9%88%d9%84%d9%87-%d8%a8%d9%87-%d8%a7%d9%81%d8%ba%d8%a7%d9%86%d8%a7%d9%86%d9%88-%d8%aa%d9%87-%d8%a7%d8%b3%d8%a7%d9%86%d8%aa%db%8c%d8%a7%d9%88%db%90/
https://pashto.baaghitv.com/%d9%be%d8%a7%da%a9%d8%b3%d8%aa%d8%a7%d9%86-%d8%a7%d9%81%d8%ba%d8%a7%d9%86%d8%b3%d8%aa%d8%a7%d9%86-%d8%b3%d8%b1%d9%87-%d8%af-%db%b5-%d9%be%db%8c%d9%86%da%81%d9%87-%d9%85%db%8c%d9%84%db%8c%d8%a7%d8%b1/

Leave a reply