د دفاع وزير خواجه اصف وايي، چې په پاکستان کې به د نومبر په مياشت کې ټاکنې وشي، خو ښايي ټاکنې له يوې تر دوو مياشتو وځنډېږي.

باغي ټي وي رپورټ
يو امريکايي ټي وي ته د يوې مرکې په مهال خواجه اصف وويل چې د اګست په نهمه نيټه به اسمبلۍ منحل کيږي او د آئين مطابق په ٩٠ ورځو کې دننه انتخابات کول پکار دي.
هغه وويل په پاکستان کې به په نومبر مياشت کې ټولټاکنې ترسره کيږي خو په ځينو حالاتو کې دانتخاباتو کميشن ديو نه تر دوو مياشتو پورې انتخابات ځنډولي شي خو تر دې زيات انتخابات نۀ شي ځنډولى.
له دې وړاندې دکورنيو چارو وزير رانا ثناء الله د جيو نيوز پروګرام عاج شاهزيب خانزاده سره خبرو کې وئيلي وؤ چې د نګران وزيراعظم په نوم فيصله به دگل په ورځ لس بجې کيږي.
هغه وويل چې ايم کيو ايم د کامران ټيسوري نوم ورکړى او پيپلز پارټي به هم يو يا دوه نومونه ورکوي.
رانا ثناءالله وويل په مردم شمارۍ ټولو اتفاق کړى دى، آئيني تقاضا ده چې حلقه بنديانې وي، د حلقه بندۍ عمل دې تر دسمبر پورې مکمل کړل شي، که حلقه بندۍ وشي نو انتخابات به د فرورۍ په دريمه هفته کې کولى شي. یا د مارچ لومړۍ اونۍ.




