وفاقي تحقيقاتي ادارې (اېف آئي اے) د کراچۍ ائيرپورټ نه خېبرپښتونخوا کښې د ترهګرۍ په مقدمو کښې مطلوب ملزم د تېښتې کوشش ناکامه کړے دے.

0
96

باغي ټي وي رپورټ

د ايف آئي اے اميګريشن سيل په کراچۍ ائيرپورټ کاروائي دوران د مطلوب ترهګر ملک نه د تيښتې کوشش ناکامه کړے دے۔

د وياند له مخې د ملزم احسان الحق نوم د ايف آئي اے اميګريشن په سټاپ لسټ کښې شامل کړے شوے وو، ملزم د خېبرپښتونخوا پوليس د ترهه ګرۍ ضد څانګې ته مطلوب وو۔

د وياند ترمخه د خېبرپښتونخوا د داخله محکمي لخوا د نيول شوي ملزم د سر قيمت لس لاکه روپئ ټاکلي شوي دي، د نيول شوي ملزم نوم د ډير مطلوب ترهګرو په فهرست کښي شامل دے او د ترهه ګرئ په يو شمير مقدمو کښي مطلوب وو۔

ترجمان وائي چي نيولي شوي ملزمان تعلق صوابئ سره دے کوم به چي متعلقه چارواکو ته حواله کړے شي۔

Leave a reply