په تورخم پوله د افغانانو رش جوړ شوې

0
171

باغي ټي وي رپورټ
په ټولنیزو رسنیو داسې تصویرونه خپاره شوي دي چې د افغانستان طرف په تورخم کښې په زرګونو افغان وګړي چې د پاکستان ویزا لری بارډر ته راغلې چې پاکستان ته را داخل شي.

د تورخم سرچینو مطابق په تورخم پوله د پاسپورټ او نورې اړوند ادارو کار پیل کړي او او وسه پورې ګنړ شمیر افغان وګړي چې د پاکستان ویزا لری پاکستان ته را داخل شوي دي.
افغان وګړو شکایت هم کړې دې چې په پوله سرکاری د پاکستان سرکاري اهلکار د پاسپورټ کتل او اړوند نو ر پراسسس باندې ډیر وخت لګوي چې پاکستان ته داخل شي، د سرچینو مطابق د پاکستان طرف نه د پاکستان د صادراتي مالونو او د افغان ټرانزټ ټریډ مالونو نه ډګ ګاړي هم تورخم سره نزدې ځای په ځای ولاړ دي خو په پوله د رش په وجه ایسار پاتې دي.
مسافرو غوښتنه کړې ده چې په تورخم پوله دې د پاسپورټ کتنې او نور ضروری چارې چې افغان وګړي پاکستان ته داخل شي، چټکې کړی چې د افغان وګړو مشکل آسان شي.
یاده دې وی چې پرون د پاکستان بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي د خپل پلاوي سره د کابل یوه ورځنې سفر وکړو او په کابل کښې د امارت اسلامی افغانستان د مشرانو سره ملاقاتونه وکړل.
په ملاقات کښې په پوله د مسافرو له اسانتیاوي ورکول، سفری بندیزونه لری کول او د دوه اړخیز تجارت زیاتولو په اړه ټینګار وشوي ، د پاکستان د لوري افغانستان ته د ۵ ملیارده ډالرو بشري مرستو ورکول ژمنه هم وشوه، پوله د افغان مسافرو ، هغه افغان مسافر چې د پاکستان قانوني ویزا لري، ددوی په مخ پرانستې شو، د بارډر سرچینو مطابق د پاکستان امیګریشن عمله ښه چټک کار کوي خو د تورخم نه رارسیدلي راپورونه وایی چې د افغانستان د لوري ډیر رش دې چې له وجهې ی د پاکستان امیګریشن عمله هم ستونزو سره مخ شوې ده.
افغانانو، سوداګرو د پاکستان دا فیصله چې پوله ی د افغان مسافرو لپاره پرانسته ، په ډیر ښو ټکو کښې ستایلې دې، یو افغا ن رسنیو ته ویلي دي چې پوله افغان ماشومانو ته بغیر د ویزې اجازت نه ورکول کیږي چې پاکستان ته داخل شی نو غوښتنه ی وکړه چې دې ماشومانو ته دې بغیر د ویزې اجازت ورکړي چې د مور او پلار سره پاکستان ته داخل شي.

Leave a reply