په سالنګ د ژمې اولنۍ واوره اووریده

0
91

باغي ټي وي رپورټ
د افغانستان په سالنګ غرونو (سالنګ ټنل، کوتل سالنګ،شمالي افغانستان پروان ولایت سره تړي) باندې د ژمې اولنې واوره شوې دې، په واوره وریدو له وجهې په دې سیمه او اړوند علاقو کښې د یخني زور نور هم زیات شوې دې.

د افغانستان ملی رادیو ټیلیویژون آر ټي اې مطابق په سالنګ غرونو او د سالنګ پاس سره نزدې غرونو پاندې واوره شوې ده ، څو ورځې وړاندې په سالیګ سرک او د سالنګ د سورنګ په سرک د بیا رغونې چاروې هم پیل شوې .
یاده دې وی چې د ملګري ملتونو د یو رپورټ مطابق په افغانستان کښې د کال ۲۰۲۱ په دوران کښې د بدامنې له وجهې څه اووه لکه افغان وګړي په خپل هیواد کښې بې کوره شوې دې. د امارت اسلامی افغانستان د مشرانو مطابق د پایه تخت کابل نه څه کورنې واپس خپلو کورونو ته واپس تللي دي.
ملګري ملتونو دا اندیښنه هم څرګنده کړې وه چې د ژمې د راتلو نه وړاندې دې افغان اولس او په ځانګړۍ توګه د لرې پرتو سیمو علاقو اولس سره دې بشري مرستې وشي او که د ژمې نه وړاندې دې علاقو اولس ته مرستې ور نه کړې شي نو په افغانستان کښې به یو بل انساني بحران مخې ته راشي.
یاده دې وي چې ملګری ملتونو ادارې یونیسیف هم ادیښنه څرګنده کړې وه چې په افغانستان کښې د ماشومانو ژوند د سخت خطر سره مخ دې ، وس په داسې وخت کښې چې په افغانستان کښې ژمې راغې او واوره هم وشوه نو د غریب افغان اولس ستونزې به نورې هم زیاتې شي.

Leave a reply