په هېواد کې د يو تول سرو زرو بيه نوره هم لوړه شوې ده.

باغي ټي وي رپورټ
د آل پاکستان جیمز اینډ جیولرز ایسوسی ایشن ترمخه په ملک کښې د یو تول سرو زرو بیه له 1300 روپو نه دوه لاکه 22 زره 800 روپو ته لوړه شوې ده.
د ۱۰ ګرامه سرو زرو بيه د ۱۱۱۵ روپو په زياتوالي سره يو لاک ۹۱ زره ۱۶ روپۍ ته رسېدلې ده.
د آل پاکستان جيم اينډ جيولرز ایسوسی ایشن ترمخه نن په نړيوال بازار کښې د يوانس سرو زرو بيه د لسو ډالرو په زياتوالي سره 1942 ډالره ده.
د يادونې وړ ده، چې تېره ورځ د يو تول سرو زرو بيه ١٣٠٠ کلدارې لوړه شوې ده.






