د توشه خانې کیس اورېدنه د اسلام آباد سیشن کورټ کښې روانه ده.
باغي ټي وي رپورټ
د اسلام اباد سیشن کورټ جج همایون دلاور د توشه خانې کیس اوریدنه کوي چې پکې عدالت نن د پي ټي آئي چیرمین عمران خان په شخصي حیثت طلب کړی دی.
عدالت د پي ټي آئي چيئرمېن ته نن سهار اته بجې احضار کړے شو خو هغه تر اوسه عدالت ته نه دی حاضر شوی.
د اوريدنې په مهال جج همايون دلاور پوښتنه وکړه چې آيا د پي ټي آئي لخوا کوم وکيل راغلى دى؟ د توشه خانې قضیه څو څو ځله د قاضي لخوا واورول شوه.
کله چې د پي ټي ائي له لوري څوک حاضر نه شو نو قاضي د الېکشن کمېشن له وکيل امجد پروېز نه پوښتنه وکړه چې څه ووايي؟ یو څه شعر ووایه.
د اسلام آباد هائي کورټ فيصله
د اسلام اباد هائي کورټ د توشه خانې د مقدمې بلې محکمې ته د سپارلو په اړه د پاکستان تحریک انصاف د چیئرمېن درخواست رد کړی دی.
د اسلام اباد هائي کورټ چيف جسټس عامر فاروق د توشه خانې کيس په اړه دائر شوي 8 اپيلونو په اړه فيصله ورکړې ده چې پکښې د سيشن عدالت د توشه خانې مقدمې د مقدمې قابل سماعت کولو فيصله کالعدم ګرځولې ده۔
چيف جسټس عامر فاروق وئيلي دي چې سيشن کورټ دې د اړخونو خبرې بيا واوري او فيصله دې وکړي چې د مقدمې اورېدنه دې وشي، ټرائل کورټ دې د درخواست په اړه د فيصلې په مهال په درخواست کې د پورته شوو ټکو ځواب هم ورکړي.