په ملک کښې به عام انتخابات د 2017ء او يا د 2023ء د مردم شمارۍ په بنياد کيږي په دې اړه به فيصله نن د مشترکه مفاداتو کونسل په غونډه کښې کولې شي
باغي ټي وي رپورټ
وزيراعظم شهباز شريف نن غرمه 12 بجې د مشترکه مفاداتو کونسل غونډه رابللې ده چې پکښې د څلور واړو صوبو وزيراعلې او وفاقي وزيران ګډون کوي۔
د شهبازشريف په مشرۍ کښې شوې غونډه کښې به د نوې مردم شمارۍ رپورټ وړاندې کولې شي، که چرې سي سي آئي د مردم شمارۍ منظوري ورکړه نو راتلونکي عام انتخابات به د نوې مردم شمارۍ مطابق وي د کومې لپاره چې نوې حلقه بندۍ کول پکار وي۔
ياده دې وي چې پخواني حکومت هم د ۲۰۲۳م کال ټولټاکنې د نوې مردم شمارۍ له مخې ترسره کولو پرېکړه کړې وه، دغه پرېکړه د پخواني وزيراعظم عمران خان په مشرۍ کې د ګډو ګټو کونسل په غونډه کې شوې وه.
د پي ټي آئي په حکومت کښې د مشترکه مفاداتو کونسل منظور کړې وو چې په کال 2023 کښې به ټولټاکنې د نوې مردم شمارۍ ترمخه کولے شي د اوومې مردم شمارۍ نه پس به د حلقه بندۍ حتمي کولو لپاره اليکشن کميشن ته معلومات ورکوي۔