د پاکستان تحریک انصاف (پي ټي آی) لخوا ټاکل شوی شرط زمان پارک کې د IMF ټیم لخوا په خبرو اترو کې مخې ته راغی.

باغي ټي وي رپورټ
د پي ټي آئي چيئرمېن د سټېنډ بای معاهدې د ملاتړ په بدل کې له IMF څخه په خپل وخت د انتخاباتو د ضمانت غوښتنه وکړه.
د ذرائعو ترمخه د پي ټي آئي چيئرمېن د آئي ايم وفد نه پوښتنه کړې چې تاسو څه ضمانت ورکوئ چې ملک کښې به ټولټاکنې په خپل وخت کېږي؟ چې د IMF ډلې په ځواب کې وویل چې دا پروګرام په داسې ډول ډیزاین شوی چې ټاکنې به پر خپل وخت وي خو تضمین نشي کولی.
دسرچينو ترمخه د ائي ايم ايف مشر نيتن پورټر په مشرۍ مذاکراتي ټيم وئيلي دي چې په ٩ مياشتني سټنډرډ پروگرام کې به يو ارب ډالر پي ټي ايم حکومت ته، يو ارب ډالر نگران حکومت او يو ارب ډالر راتلونکي حکومت ته ورکول کيږي. خو له دې سره سره د پیسو نړیوال صندوق نه شي کولای چې ټاکنې پر خپل وخت ترسره شي او نه هم په سیاسي چارو کې له حده زیاته مداخله کولای شي.
ده ووئيل د ائي اېم اېف ايګزيكټيو بورډ ډائريكټران به د جولائي په 12مه غونډه كښې خپل نظر وړاندې كوي٬ د پاكستان د سياسي چارو په اړه به د اېګزيكټيو بورډ دريځ څه وي۔ پدې برخه کې وړاندوینه نشي کولی.
د یادولو وړ ده چې پرون د پیسو نړیوال صندوق پلاوي د پاکستان او آی ایم ایف ترمنځ د هوکړې په اړه د سیاسي ملاتړ ترلاسه کولو په هدف له عمران خان سره د هغه په کور کې وکتل.






