په بودیجه کې وړاندیز شوی د مالیې معافیت سکیم د پیسو نړیوال وجهي صندوق (IMF) د فشار له امله بیرته واخیستل شو.

باغي ټي وي رپورټ
د سرچينې د معلوماتو له مخې، له بهر څخه د يو لکو ډالرو د لېږلو لپاره د عايد د سرچينې د نه ښودلو په خاطر استثنايي ورکړل شوې ده.
د سرچينو ترمخه بهر څخه دبنکنگ چينل په ذريعه فنډ ليږلو شرط لگول شوى اؤ ائي ايم ايف ددغه معافي سکيم په ضد اعتراض کړى دى.
دسرچينو ترمخه دمعافې سکيم مقصد په هيواد کې دډالرو کمښت ختمول دي.
د دې نه علاوه د دوه زره سي سي نه په لوئ لگژري ګاډو باندې د ټېكس زياتولو تجويز كړے شوے دے۔
ياده دي وي چي د پاکستان او آئي ايم ايف ترمينځه د نولسمي جائزي او د پروګرام د بحالولو په لار کښي خنډونه ليري شوي دي۔
سرچينې وائي چې دغه پرمختگ دوزيراعظم شهباز شريف دميډيا او آئي ايم ايف مشر سره داړيکو په نتيجه کې شوى دى.





