افغان حکومت دې ښځو له د زده کړې حق ورکړي: د ترک حکومت غوښتنه

باغي ټي وي رپورټ
د افغانستان اسلامی امارت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوی امیر خان متقي په مشرۍ کښې د ترکي هیواد د بهرنیو چارو وزیر سره ملاقات کړې دې.
د ترکي اردو په نامه ټویټر په پانړه یو رپورټ مطابق په دې مهمه غونډه کښې د ترکي د بهرنیو وزیر او ترکي حکومت د افغانستان حکومت نه غوښتنه کړې چې افغان حکومت دې ښځینه زده کوونکو ته د تعلیم حاصلولو حق ورکړي. د ترکي حکومت د افغان چارواکو نه دا غوښتنه هم شوې ده چې افغان ښځینه ته دې د روزګار دروازي هم نه بندوي او ښځو له دې د کار کسب او روزګار موقعې ورکړۍ شي.
یاده دې وي چې د افغانستان د اسلامی امارت مشرانو دا بیان دې چې د ښځینه زده کوونکو لپاره بیل بیل انتظامات پیل شوي دي او زر به ی زده کړې پیل شوي دي.
بل طرف د هرات او کندوز ولایتونو نه داسې رپورټو چاپ شو ي دي چې په دې ولایتونو کښې د جونو سکولونه پرانستل شوي دي او جونو خپلې زده کړې پیل کړي دي .
اسلامی امارت د بیله بیلو وزارتونو کښې ښځینه کارکوونکو ته هم اجازت ورکړې چې دوی خپله وظیفو ته راشي.
افغان وفد کی ترک وزیر خارجہ سے ملاقات
افغان عوام کو متحد رکھنے کے لئے متفقہ حکومت ناگزیر ہے، میلوت چاوش اولو
افغان حکومت خواتین کے لئے تعلیم اور روزگار کے دروازے کھولے، ترکی کا مطالبہ#Afghanistan #Turkey #AfghanTaliban pic.twitter.com/Vmj3PPWfVQ— ترکیہ اردو (@TurkiyeUrdu_) October 15, 2021






