حکومت اؤ پي ټي ائي دمذاکراتو لپاره کميټۍ جوړې کړې دي

باغي ټی وی رپورټ
د جماعت اسلامي امير سراج الحق وئيلي دي چې که سياستوال سره نه کښېني نو خالي ځای به بل څوک ډک کړي.
يوه مرکه کې دجماعت اسلامي امير سراج الحق وئيلي دي چې حکومت اؤ پي ټي ائي دمذاکراتو لپاره کميټۍ جوړې کړې دي، دمذاکراتو لپاره نورو گوندونو سره هم په تماس کې دي، که چرې سياستوال سره نه کېني نو خالي ځاي به بل څوک ډک کړي. ..
ده ووئيل چې عمران خان د خپلو مشکلاتو يادونه ضرور وكړه خو د مذاكراتو لپاره ئې د مقدمو ختمولو شرط نه دې وړاندې كړې، د مذاكراتو لپاره حكومت او پي ټي آئي كمېټۍ جوړې كړې شوې۔






