د استخباراتي ادارو مشرانو په پنجاب کې د می د 14 مې ټولټاکنو لپاره د امنیت د برابرولو په مسله د چیف جسټس او نورو قاضیانو سره ولیدل

0
175

باغي ټی وی رپورټ
اسلام آباد: د استخباراتي ادارو مشرانو په پنجاب کې د می د 14 مې ټولټاکنو لپاره د امنیت د برابرولو په مسله د چیف جسټس او نورو قاضیانو سره ولیدل.

دسرچينو له مخې په دغه ليدنه کې ډي جي ملټري اپريشنز اؤ ددفاع سيکرټري هم د پاکستان چيف جسټس اؤ نورو ججانو اؤ داستخباراتي ادارو مشرانو موجود ؤ.

دسرچينو ترمخه تيره ورځ د چيف جسټس په چيمبر کې ترسره شوې غونډه تر دريوؤ ساعتو پورې روانه وه چې پکې جسټس اعجازالاحسن اؤ جسټس منيب اختر هم موجود وؤ په مهال يې دملک په امنيتي وضعه خبر کړل شو. په دې غونډه کې.

ياده دي وي چي سپريم کورټ اليکشن کميشن ته امر کړے وو چي په پنجاب کښي د ټولټاکنو د امنيت په اړه رپورټ جمع کړي۔

د چيف جسټس په مشرۍ درې کسيزه بينچ په پنجاب کې د مې په ١٤مه د صوبايي انتخاباتو حکم کړى او عدالت هم سټيټ بينک ته امر کړى چې نېغ په نېغه اليکشن کمېشن ته فنډونه جاري کړي، خو قومي اسمبلۍ يو ځل بيا اليکشن کمېشن ته د فنډ جاري کولو امر کړى دى. رد شوی دی.

Leave a reply