پاکستان تحریک انصاف په لاهور کې د نننۍ جلسې تر سبا پورې ځنډولو اعلان کړی دې

باغی ټی وی رپورټ
پاکستان تحریک انصاف په لاهور کې د نننۍ جلسې تر سبا پورې ځنډولو اعلان کړی دی.
لاهور کې د خبري غونډې په مهال د پي ټي ائي مشر حماد اظهر وويل د عمران خان سره يې يواځې خبرې کړي دي، پي ټي ائي جلسه ځنډولې ده.
حماد اظهر وویل چې جلسه دې سبا یا وروسته ترسره شي، موږ سوله ییزې ټاکنې او د واک سوله ییز انتقال غواړو، واکداران دې ښار ته لاره پرانیزي.
دوی وویل چې موږ دېوال ته راکش کړل شو خو د اساسي قانون او قانون لاره مو نه پرېښوده.
د زمان پارک نه بهر ميډيا سره خبرو کښې شاه محمود قريشي اوويل چې د آئين 144م نافذول صرف د تحريک انصاف لپاره دي، دوي فسادونه غواړي او مونږ انتخابات غواړو، دوي وينه تويول غواړو او مونږ پرامن جلسه غواړو مونږ صبر نه کړے دے. .
شاه محمود قريشي وويل مونږ نن جلسه تر سبا پورې ځنډولې ده، حکومت وايي چې د پي ايس ايل له امله دفعه 144 لګول شوې ده، مونږ نن شپه بيا راټوليدو ته تيار يو.
ياده دي وي چي پي ټي آئي نن په لاهور کښي د عمران خان په مشري کښي د جلسي کولو اعلان کړي وو۔
د عمران خان د جلسې د اعلان نه وروستو پنجاب حکومت په لاهور کې د دفعه ١٤٤ نافذولو سره رېنجرز وروبلل.
د پنجاب نگران وزيراعلي محسن نقوي وئيلي دي چې په پنجاب کښې په سياسي فعاليتونو هيڅ بنديز نشته، ټول سياسي ګوندونه د انتخابي کمپاين کولو ازادي لري، مونږ د نن ورځې لپاره جلسې او سياسي فعاليتونه محدود کړي دي.
محسن نقوي وویل چې په لاهور کې د پي ایس ایل کرکټ لوبه، د ټیم حرکت او میراتھن دی، دا هر څه ډیر مخکې پلان شوي او اعلان شوي وو.






