تیره ورځ یو ځل بیا ایراني حکومت نیږدې دوه سوه تنه افغان بندیان آزاد او افغاني چارواکو ته وسپارل.

تیره ورځ یو ځل بیا ایراني حکومت نیږدې دوه سوه تنه افغان بندیان آزاد او افغاني چارواکو ته وسپارل.
10 مارچ جمعه 2023
د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې تیره ورځ نن د ۱۴۰۱ هـ ش کال د حوت ١٨مې د ایراني لوري افغان حکومت ته د بندیانو د سپارلو په لړ کې (١٨١) تنه افغان بندیان چې په ایران هیواد کې زنداني وو د هرات ولایت اسلام قلعه بندر له لاري افغان حکومت ته وسپارل شول.
خبرپاڼه زیاتوي د یادونې وړ ده چې څو ورځي وړاندي د اسلامي امارت د لوی څارنوال په مشري د بهرنیو چارو او محابسو عمومي ریاست د استازو په ګډون یو لوړ رتبه هیئت په تهران کي له ایراني چارواکو سره د مذاکراتو په پایله توافق ترسره کړ چې ګڼ افغان بندیان به افغان حکومت ته سپاري.
اړوند موضوعات
د ایران له زندانونو نن ورځ بیا نیږدې ۳۰۰ تنه افغان بندیان آزاد او هیواد ته ستانه شول.
تر اوسه نیږدې زر تنه افغان بندیان چې د ایران هیواد په بیلابیلو زندانونو کې بندیان وه، د مذاکراتو او توافق په نتیجه کې خلاص او افغانستان ته لیږدول شوي.






