ملګرو ملتونو وېره څرګنده کړې چې په سوریه کې د زلزلې له امله شاوخوا ۵ میلیونه کسان بې ځایه شوي او بې کوره شوی دي.

0
169

باغي ټي وي رپورټ
ملګرو ملتونو وېره څرګنده کړې چې په سوریه کې د زلزلې له امله شاوخوا ۵ میلیونه کسان بې ځایه شوي او بې کوره شوی دي.

د بهرنیو رسنیو له مخې په سوریه کې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ (UNHCR) استازی وايي، په سوریه کې د زلزلې له امله شاوخوا ۵ میلیونه کسان بې ځایه شوي دي.

هغه وويل، چې په سيمه کې خلک لا له وړاندې په پراخه کچه بې ځايه شوي، نو دا يوه لويه شمېره ده.هغه وویل چې په سوریه کې یو له بل څخه وروسته بحرانونه راځي، موږ لا له وړاندې له اقتصادي ستونزو سره مخ یو او له کرونا وروسته اوس له سختې یخنۍ سره هم مخ یو.

د ملګرو ملتو استازي زیاته کړه چې د سوریې زلزله ځپلو سیمو ته چې له سختو مشکلاتو سره مخامخ دي مرستې استول کیږي.

د رسنیو د راپورونو له مخې تر دې مخکې په ترکیه او سوریه کې ۲۴ زره کسان وژل شوي چې له دې ډلې ۳ زره یې په سوریه کې شوي دي.

Leave a reply