وزيراعظم شهباز شريف او د پي ټي آئي چيرمين عمران خان د پيښور چاودنه په کلکه غندلې ده

باغي ټي وي رپورټ
اسلام آباد: وزيراعظم شهباز شريف او د پي ټي آئي چيرمين عمران خان د پيښور چاودنه په کلکه غندلې ده۔
په يو بيان کې وزيراعظم شهبازشريف دپيښور بمي چاؤدنې غندنه کړې اؤ وئيلي يې دي چې دالله جل جلاله په وړاندې د سجدې کولو په مهال دمسلمانانو بې رحمانه وژنه دقرآني تعليماتو خلاف کار دى، دالله پاک کور په نخښه کول ددې ثبوت دى چې بريدکوونکي اسلام سره هيڅ تعلق نۀ لري.
وزيراعظم وويل ترهه گر د پاکستان ددفاع فرض ترسره کوونکو په نښه کولو سره وېره پيدا کول غواړي، د پاکستان په ضد جگړه کوونکي به د صفحې نه ختموي او هغو کسانو ته به عبرت ورکوي چې د بې ګناه خلکو وينې تويې کړي.
ده ووئيل د ترهه ګرۍ خاتمې لپاره ټول ملت او ادارې يو او متحد دي، ټول ملت خپلو شهيدانو ته درناوى كوي۔
د عمران خان غندنه
بل اړخ ته د پي ټي آئي چيئرمېن عمران خان د پېښور چاودنې غندنه کړې او وئيلي يې دي چې زما دعاګانې او خواخوږي د متاثره شويو کورنيو سره ده، پکار ده چې د ترهه ګرۍ د مخ په زياتېدونکي خطر سره د مقابلې لپاره خپل استخبارات ښه کړو او په سامان آلاتو سمبال کړو۔






