د پوليسو لاين په جومات کې ځانمرګی بريد شوی دې

باغی ټی وی رپورټ
پېښور: د پوليسو لاين جومات کې ځانمرګی بريد شوی
د پېښور ښار د پولیس لاین په جومات کې چاودنه شوې، چې له امله یې ګڼ شمېر کسان ټپیان شوي دي.
د پولیسو په وینا ځانمرګي بریدګر جومات ته ننوتی او ځان ته یې چاودنه ورکړې ده.
دسرچينو ترمخه دپوليسو لاين جومات کې دماسپښين لمونځ ادا کيدو چې دغه چاؤدنه وشوه.
د قانون پلي کوونکو چارواکو سیمه کلابنده کړې ده.
د ژغورنې کارکونکي د جومات څخه د زخمیانو په ایستلو کې په مرستو بوخت دي.
د ریسکیو ذرائعو ترمخه ژوبل کسان لیډي ریډنګ هسپتال ته رسولی شوي دي.
داسې هم ویل کیږی چې بریدګر په لومړې صف کښې موجود وو او ځان ته ی چاودنه ورکړه.






