په ملک کې د بجلۍ د تاریخي بریکډون 24 ساعته تیر شو خو د بحالۍ عملیاتو باوجود هم په مکمله توگه بریښنا نه ده بحال شوې.

0
244

باغی ټي وي رپورټ
په ملک کې د بجلۍ د تاریخي بریکډون 24 ساعته تیر شو خو د بحالۍ عملیاتو باوجود هم په مکمله توگه بریښنا نه ده بحال شوې.

دکراچۍ، پيښور، لاهور، ملتان، فيصل اباد، منډي بهاؤالدين، بهکر، مظفرآباد پشمول په بيلا بيلو ښارونو کې دبريښنا جزوي بحال کړل شوى او په ټول ملک کې دبجلۍ بحالۍ امکان دى.

بل لوري ته دبريښنا دبنديدو له امله په ټول هيواد کې دصنعتونو کارونه بند کړل شوي، په بيلا بيلو هسپتالونو کې عمليات ځنډول شوي، له ډهبېجي څخه کراچۍ ته د اوبو رسولو بند شوى دى.د برېښنا د پرې کېدو له امله د هېواد په ۵۰ سلنه پټرول پمپونو کې پټرول او ډيزلو له منځه تللي او پېرېدونکي د پټرول پمپونو مخې ته په کتارونو کې ولاړ دي.

سیالکوټ کې د برېښنا د پرې کېدو پر مهال په یوه کور کې د شمعې څخه اور ولګېد چې له امله یې دوه ماشومان مړه او درې نور ټپیان شول.

بل اړخ ته وزیراعظم شهباز شریف د بجلئ بندیدو نوټس اخستو لپاره د اعلیٰ سطحی تحقیقاتی کمیټی جوړه کړی ده.
د پټروليم وفاقي وزير مصدق ملک وايي، د برېښنا بندېدل د کمزورو بنسټيزو تاسيساتو نتيجه ده، موږ د برېښنا توليد زيات کړ خو د برېښنا لېږد سيستم مو نه دې پیاوړې کړې.

Leave a reply