د پاکستان مسلم ليګ (ن) مشره او د نواز شریف لور مريم نواز امکان لري چې د جنورۍ په 22 پاکستان ته راشي

باغی ټی وی رپورټ
د پاکستان مسلم ليګ (ن) مشره او د نواز شریف لور مريم نواز امکان لري چې د جنورۍ په 22 پاکستان ته راشي.
دسرچينو ترمخه د مريم نواز شريف وطن ته دراتګ فيصله دپارټۍ سينئر قيادت کړې ده اؤ نواز شريف هغې ته دپارټۍ دمنظمولو په اړوند مهمې دندې سپارلې دي.
سرچينې وائي چې مريم نواز شريف به دپنجاب دوره کوي اؤ له مشرانو سره به ليدنه کوي.
ياده دې وي چې مريم نواز دا مهال په لندن کې ده.






