وزيراعظم شهباز شريف په مشرۍ كښې د قامي سلامتيا كمېټۍ غونډه سبا بيا راغوښتل شوي ده ، مهمو پریکړه تمه ده

0
156

باغی ټي وي رپورټ
وزيراعظم شهباز شريف په مشرۍ كښې د قامي سلامتيا كمېټۍ غونډه به سبا بيا كېږي۔

دسرچينو ترمخه په غونډه کې به پوځي او ملکي چارواکي برخه اخلي اؤ د حساسو ادارو چارواکي به د ملک په امنيتي صورتحال بريفنگ ورکوي.سرچينې زياته کړې، چې تمه ده د جمعې ورځې په غونډه کې د يادو وړانديزونو په اړه مهمې پرېکړې وشي.

سرچينې زياته کړې، چې د ملي امنيت کمېټه به د هېواد د اقتصاد او امنيت په اړه د واضحو لارښوونو منظوري ورکوي او په غونډه کې به د ترهګرو پر ضد د پرېکنده اقداماتو منظوري هم ورکوي.

د يادونې وړ ده، چې د دسمبر په ۳۰مه د ملي امنيت د كمېټې په غونډه كې د ترهګرو پر ضد د عملياتو پر ګړندي كولو موافقه شوې وه.

Leave a reply