د سندهـ وزيراعلي سيد مراد علي شاه د قاید په ښار کښې د امن او امان د خراب حالت اعتراف کړی دی

0
167

باغی ټي وي رپورټ
د سندهـ وزيراعلي سيد مراد علي شاه د قاید په ښار کښې د امن او امان د خراب حالت اعتراف کړی دی.

مراد علي شاه په کراچۍ کې د ګلستان جوهر فلائی اوور دوره وکړه او د جوهر انډر پاس معاینه یې وکړه او د ګلستان جوهر فلائی اوور د ۲۳ مارچ پورې د بشپړولو احکامات یې جاري کړل.

په دې موقع ميډيا سره خبرو كښې د سنده وزيراعلي اعتراف وكړو چې په ښار كښې د امن او امان صورتحال خراب دے خو دا يې هم وئيلي چې په كراچۍ كښې به زورزياتي ختمه شوې او بيا به داسې نه شي۔
مراد علي شاه وويل اوس هغه ورځې تېرې شوې، ما چې کله طالبعلم و نو يو څوک به راتلل او ويل به يې چې دوکانونه بند کړه، بيا به بند شي، اوس به څوک کراچۍ بند نه کړي.

د سېلاب په اړه مراد علي شاه وويل چې دا امتحان د الله له لوري راغلی، ښايي بيا راشي، د صوبې له ٩٥ فيصده اوبه وتلې دي، په ځينو سيمو کې ستونزه ده، کله چې سېلاب راغی، موږ د ژغورنې او بيارغونې کارونه وکړل. کار پیل کړ.هغه وويل نړيوال بينک هم پيسې ورکوي اؤ صوبائي اؤ وفاقي حکومتونه به هم ديو يو کور لپاره درې لکه روپۍ ورکوي اؤ سيلاب ځپلو ته به دوه لاکه کورونه جوړوي اؤ يواځې به يې نۀ پريږدي.

Leave a reply