مسلم ليګ (ن) د دسمبر په 31مه نېټه په وفاقي پلازمينه اسلام آباد کښې د بلدياتي انتخاباتو د نه کولو غوښتنه کړې ده۔

باغی ټي وي رپورټ
اسلام آباد: مسلم ليګ (ن) د دسمبر په 31مه نېټه په وفاقي پلازمينه اسلام آباد کښې د بلدياتي انتخاباتو د نه کولو غوښتنه کړې ده۔
بلدياتي انتخاباتو لپاره د مسلم ليګ نون اميدوار شهزاد اورنګزيب لخوا اسلام آباد هائي کورټ کښې درخواست دائر کړے شوے دے۔
په درخواست کې استدلال شوى چې د وفاقي حکومت لخوا د يونين کونسلونو شمېر زيات کړى شوى، چې له دې وروسته د يونين کونسلونو شمېر له ١٠١ څخه ١٢٥ ته پورته شوى دى.
درخواست کښې وئيلي شوي دي چې اليکشن کميشن دې د کوپراني ووټر ليسټ مطابق د انتخاباتو ترسره کولو نه منع کړے شي، د اليکشن کميشن نوټيفيکيشن تر 101 يونين کونسلونو پورې وو۔
درخواست کښې زياته کړې شوې چې دغه 101 يونين کونسلونه ختم شوې دې، وفاقي حکومت د لوکل گورنمينٽ ايکټ کښې د ترميم تجويز هم ورکړے دے۔
بل اړخ ته د پي ټي آئي علي نواز اعوان هم د حکومت خلاف د توهين عدالت درخواست جمع کړے دے۔
درخواست کښې وئيلي شوي وو چې هائي کورټ پخوا د يونين کونسلونو په اړه فيصله ورکړې وه، هائي کورټ د زياتو يونين کونسلونو د زياتولو مخه نيولې وه، د يونين کونسلونو شمير زياتولو سره د عدالت سپکاوے شوے دے.
د علي نواز اعوان په درخواست کې غوښتنه شوې چې د وزيراعظم شهباز شريف او نورو په ضد دې د توهين عدالت کارروائي وشي.
ياده دي وي چي تيره ورځ د اليکشن کميشن لخوا جاري شوي بيان کښي وئيلي شوي وو چي اسلام آباد کښي بلدياتي انتخابات به د دسمبر په 31مه نيټه کيږي۔






