ګلشن اقبال کې د این ای ډي پوهنتون یو زده کوونکی د غلا په وخت د مقاومت په پایله کښې وژل شوې دې

0
165

باغی ټي وي رپورټ
کراچۍ: په ګلشن اقبال کې د این ای ډي پوهنتون یو زده کوونکی د غلا په وخت کې د مقاومت په پایله کې وژل شوي دې، د هغه په قتل کښې دوه شکمن کسانو څخه یو یې د پیښې په 11 ساعتونو کې د پولیسو لخوا نیول شوی.

د پوليس زرائعو ترمخه په دې لړ کښې ايډيشنل آئي جي کراچۍ جاويد عالم اوډو پنځه کسيزه کميټي جوړه کړې وه چا چې شپه او ورځ کاروائې کړې او د تخنيکي بنيادونو له وجې ئي يو ملزم نظام ګرفتار کړے دے۔
د پوليس وينا ده چي د ملزم پيژندګلو نظام نظام نومي شوي ده چا چي د پلټنو دوران د يو شمير پيښو اعتراف هم کړے دے ولي د ملزم نه په پيښه کښي استعمالي شوي وسله هم برآمد کړے شوي ده۔

دپوليسو ترمخه ملزم تر دې وړاندې هم دپوليسو په مقابله کې ژوبل شوى ؤ، ملزم په يو مقدمه کې جيل ته هم تللى ؤ خو د٨ؤ ورځو وروستو په ضمانت خوشې شوى وو. د NED پوهنتون ۲۱ کلن زده کوونکی بلال ناصر د پنجشنبې په ماښام د یونیورسټۍ په روډ باندې د این ای ډي یونیورسټۍ بهر د غلا په مهال مزاحمت کولو وروسته په ډزو وژل شوی دی.

وژل شوی د فیډل بی ایریا اوسیدونکی او د NED پوهنتون د پټرولیم ډیپارټمنټ د دریم کال محصل وو.

Leave a reply