جوډيشل مجسټريټ قمبر د پاکستان تحريک انصاف سينيټر اعظم خان سواتي د دري ورځو جسماني ريمانډ منظور کړے دے۔

باغی ټي وي رپورټ
جوډيشل مجسټريټ قمبر د پاکستان تحريک انصاف سينيټر اعظم خان سواتي د دري ورځو جسماني ريمانډ منظور کړے دے۔
د پي ټي آئي مشر اعظم سواتي چې د کوئټې نه نيولې شوې او سکهر ته منتقل کړے شو د جوډيشل مجسټرېټ او سول جج په عدالت کښې وړاندې کړے شو۔
د پوليس لخوا د اعظم سواتي د جسماني ريمانډ غوښتنه شوې وه، عدالت د پوليس په درخواست د اعظم سواتي د درې ورځو جسماني ريمانډ منظور کړ.
ياده دي وي چي دري ورځي وړاندي بلوچستان هائي کورټ په ټوله صوبه کښي د اعظم سواتي په ضد درج شوي مقدمو بندولو حکم ورکړے او په هغه ورځ د سندهه پوليسو د پي ټي آئي سناتور نيولي وو۔






