د پاکستان د فوځ سرلښکر ټاکنه،وزیر دفاع خواجه آصف وایی چې سبا به وزارت دفاع ته د فوځي لوړ پوړو افسرانو نومونه راشي

0
189

باغی ټي وي رپورټ
ددفاع وزير خواجه اصف وئيلي دي چې د لوړ پوړو افسرانو نومونه به سبا دفاع وزارت ته راشي.

جیو نیوز سره خبرو کې خواجه اصف ویلي چې په راتلونکو ۴۸ ساعتونو کې به د پوځ مشر وټاکل شي.

هغه وویل چې د لوړ پوړو افسرانو نومونه به سبا دفاع وزارت ته راشي، نومونه به یې لومړي وزیر ته وسپاري او هغه به په دې اړه پریکړه وکړي.
ده ووئيل د لوړ پوړو پوځي افسرانو د نومونو د لېږلو استحقاق د جي اېچ کيو سره دے، په سول ملټري اړيكو كښې هيڅ تنګ نظره نشته۔

هغه زیاته کړه چې جنرال باجوه د نواز شریف درناوی کوي.

Leave a reply