بډهه بیرې پولیسو هغه ښځه او خاوند نیولي چې د یوې ځوانې جینې په تښتوولو او پنجاب کښې خرڅولو په تور تورن دي

پرون هم د خیبر باړه تحصیل پولیسو د پنجاب هغه ډله ونیوله چې ماشومان به ی تښتول او پنجاب کښې به خرڅول.
باغی ټي وي رپورټ
د خیبر پښتونخوا په مرکزي ښار پیښور کښې د بډهه بیرې پولیسو په پنجاب کې د خرڅولو لپاره تښتول شوې ځوانه نجلۍ بازیاب کړې او تورن میړه او میرمن یې نیولي چې د تښتول شوې جینې ګاونډیان دي. ګل زاده سکنه افريدي روډ د بډبير پوليس ته وويل چې يوه مياشت وړاندې يې لور مسماه (ج) له کوره تر وتلو وروسته ورکه شوې وه.
مدعي وويل چې د تلاشۍ پر مهال ورته معلومه شوه چې لور يې د ګاونډي واجد چې د موسى خان زوی دې د خپلې مېرمنې مسماة ثمينې په مرسته تښتولې او پنجاب ته يې د خرڅولو لپاره نامعلوم ځاى ته وړې ده. هغه اوویل چې د مېرمنې پر ضد يې مقدمه درج کړې ده.
د پولیسو له لوري خپور شوي راپور مطابق پولیسو چاپه وهلې او تښتوول شوې جینې ی يې برآمد کړی او دواړه مېړه او مېرمن يې نيولي دي او پلټنې ترې پیل کړي دي.
………………………..






