د شرعي محکمې د سود ختمولو پرېکړه، حکومت د دغې پرېکړې پر ضد په سپریم کورټ کښې خپل اپیل بېرته واخیست

باغی ټي وي رپورټ
وفاقي حکومت د سود ختمولو د شرعي عدالت د فيصلې په ضد سپريم کورټ کښې دائر اپيل واپس کړے دے۔
د حکومت له لوري د سټيټ بينک وکيل سلمان اکرم راجا سپريم کورټ کې متفرقه درخواست جمع کړی او ويلي يې دي چې د وفاقي شرعي عدالت په ضد اپيل په غور کې دی، د اپيل بيرته اخيستلو متفرقه درخواست دې ومنل شي.
ياده دې وي چې وفاقي شرعي محکمې د سود نظام ختمولو امر کړى و، خو سټيټ بينک د وفاقي شرعي محکمې د پرېکړې په ضد سپريم کورټ کې اپيل دائر کړى و.
څو ورځې وړاندې د خزانې وفاقي وزير اسحاق ډار ميډيا سره خبرو كښې وئيلي وو چې سټېټ بانك او نېشنل بانك به د وفاقي شريعت محكمې د پرېكړې په ضد سپريم كورټ كښې دائر اپيلونه واپس اخلي۔
اسحاق ډار دا هم وئيلي چې پاکستان کې به د سود نه پاک نظام په چټکۍ سره پرمخ وړل کيږي.






