د کرکټ لوبه ملت متحد کوي خو یو کرکټر ملت اندیښمن کړې دې: وفاقی وزیر احسن اقبال

0
170

باغی ټي وي رپورټ
د پاکستان مسلم ليګ (ن) مشر او وفاقي وزير احسن اقبال په عمران خان نيوکه کړې او ويلي يې دي چې کرکټ ولس متحد کوي خو يو کرکټر ولس اندېښمن کړی دی.

د جيو نيوز پروګرام کيپيټل ټاک کې د خبرو پر مهال احسن اقبال وويل، هېواد د سېلاب له زيانونو سره مخ دی، په داسې حالاتو کې د يو کس نه علاوه ټول هېواد په ګډه ولاړ دی، عمران خان ځان د اساسي قانون څخه بهر ګڼي، هغه غواړي چې دوی يې وکړي. د بهرنۍ تمویل او توشه خانې په شمول په هیڅ ډول پوښتنه نه کیږي.
هغه وويل که چرې هم زمونږ په ضد دروغې مقدمې وي نو مونږ په عدالتونو کې حاضر کيږو، دپنجاب انتظاميه دتباهۍ په لوري روانه ده، دپنجاب چيف سيکرټري او آئي جي ويلي دي چې ددوي لپاره په خپلواکه توګه کار کول ناممکن کړل شوي دي.

د دې نه علاوه عمران خان د وژونکي بريد په اړه خبرې وکړې او ويې ويل چې ژوبل کسان نزدې روغتون ته وړل شوي خو د ډي اېچ کيو وزير آباد، ډي اېچ کيو ګجرات او ډويژن هسپتال ګوجرانواله نه پس عمران په درې نيمو ساعتونو کې شوکت خانم ته وړل شوی دی. ولې روغتون ته یوړل شو؟
………………………

Leave a reply