اوچا وايي چې سږ کال د جګړو له امله تر ۶۰۰ زره ډېر افغانان بې کوره شوي

اوچا وايي چې سږ کال د جګړو له امله تر ۶۰۰ زره ډېر افغانان بې کوره شوي
د اوچا د راپور له مخې، د دغو بې ځایه شویو له ډلې اوس هم ډېره برخه د لوږې او وچکالۍ له امله خپلو سیمو ته بېرته نه دي تللي.
(2021 / 9 / 26 نېټه باغي ټلویزیون)
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) ویلي چې روان کال په افغانستان کې د جګړو له امله تر شپږ سوه زره ډېر افغانان د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شوي دي.
د یادې ادارې په خبره، د روان میلادي کال له پیله بیا د نوي حکومت تر راتلو پورې ۶ لکه او ۳۴ زره او ۸۰۰ افغانان له خپلو سیمو کډه کولو ته اړ شوي دي.
د اوچا د راپور له مخې، د دغو بې ځایه شویو له ډلې اوس هم ډېره برخه د لوږې او وچکالۍ له امله خپلو سیمو ته بېرته نه دي تللي.
دغه اداره زیاتوي چې بې ځایه شوي کډوال په تر ټولو سخت بشري وضعیت کې ژوند کوي او نړیوالو مرستندویه ټولنو ته په کار ده چې د لاسنیوي لپاره یې هر څه ژر لاس په کار شي.






