لاهور هایی کورټ وزیراعظم شهباز شریف ته په قهر شوې، په بیان کښې ی ویلي دي چې د مسجد نبوي صلی الله علیه وآله وسلم د سپکاوي په پیښه کښې ککړ کسان خوشي کړي

0
193

باغی ټي وي رپورټ
د لاهور هائي کورټ راولپنډۍ بنچ په مسجد نبوي کې د شوې پېښې د اورېدنې په مهال ویلي چې شهباز شریف څوک دی چې په پېښه کې ککړ کسان خوشې کړي.

د لاهور هائي کورټ راولپنډۍ کښې په مسجد نبوي (صلی الله علیه وسلم) کښې د وفاقي وزيرانو سره د شوې پېښې په اړه د شيخ رشيد په ضد اٹک کښې دائر مقدمې خارجولو په اړه اورېدنه وشوه۔

عدالت د مقدمې په تفتيش افسر راجه فياض خپله غصه څرګنده کړه او ويې ويل چې په مقدمه کې نامزد نور ملزمان چرته دي ولې تر اوسه نه دي نيول شوي؟
د شېخ رشيد وکیل وويل چې وزيراعظم سعودي عرب ته لاړ او په پېښه کې ککړ کسان يې خوشي کړل، په دې اړه عدالت وويل چې د پاکستان د وزيراعظم د دې مقدمې سره څه تعلق دی؟ شهباز شریف څوک دی چې په پېښه کې ښکېل کسان خوشې کوي؟
عدالت ريمارکس ورکړو چې سياستوال دې له دې پېښې ځان لرې وساتي، سياستوال دې په خپلو رويو غور وکړي، تاسو هندي چينلونه ليدلي دي چې دوی څه ډول چټلي کوي.

د لاهور هائي کورټ راولپنډۍ بنچ د پېښې پلټنو افسر ته مخاطب کړی او ويلي يې دي چې تاسو بايد قرآن تلاوت کړئ چې په کې واضحه شوې ده چې د پېغمبراکرم غږ ته بايد خپل غږ ټيټ کړئ، تاسو ته د دې غمجنې پېښې په ويډيو کې څلور ورځې وخت ورکړل شوی دی. شکمن کسان په نظر کې ونیول شي.

د لاهور هائي کورټ راولپنډۍ بينچ جسټس چوهدري عبدالعزيز د مقدمې اورېدنه د نومبر تر څلورمې نېټې پورې وځنډوله.

Leave a reply