ایم کیو ایم د حکومت څخه د جلا کیدلو په پلان باندې غور پیل کړې دې
باغی ټي وي رپورټ
متحده قومي موومنټ پاکستان د پيپلز ګوند لخوا د شوي تړون د نه عملي کېدو په صورت کې له حکومت څخه د جلا کېدو او نورو لارو چارو غور پيل کړی دی.
د ایم کیو ایم پاکستان د ویاند له مخې د ایم کیو ایم پاکستان کنوینر ډاکټر خالد مقبول صدیقي د پارټۍ ټولو سینیټرانو، وزیرانو، ایم این ایز او اسمبلۍ غړو ته په عاجله توګه کراچۍ ته د رسیدو هدایت کړی دی.
سرچينو رسنیو ته ته ويلي د ايم کيو ايم پاکستان او پيپلز پارټۍ ترمينځ د شوي تړون په سر دوه ورځې وړاندې د دواړو ګوندونو ترمينځه ليدنه کې د بلدياتي حکومت په قانون کې د ترميم په اړه اتفاق شوی ؤ او پرون په دې اړه د دواړو ګوندونو ترمينځ خبرې اترې شوي دي . په درنښت، مګر هیڅ پرمختګ نه وو.
دسرچينو ترمخه ايم کيو ايم پاکستان پيپلز پارټۍ سره دشوې معاهدې په نه عملي کيدو سخته انديښنه ښودلې اؤ دحکومت نه وتلو په شمول يې په نورو لارو چارو غور پيل کړى دى.
د سرچینې په خبره د یکشنبې په ورځ د ایم کیو ایم پاکستان مرکز بهادر اباد کې هم یوه بیړنۍ غونډه رابلل شوې ده.
…..
نور خبرونه
د پي ټي آيي مشرې ملګري ملتونو ته د پاکستان په اړه شکایت کړې دې
پنجاب حکومت وفاقی وزیرې مریم اورنګزیب ته پولیس سټیشن ته راغوښتلو لپاره نوټس جاري کړې دې