لاهور هایی کورټ د وزیرداخله رانا ثناالله دنیولو امر معطل کړې دې

باغی ټي وي رپورټ
اهور هائي کورټ د داخله وزير رانا ثناالله د ګرفتارۍ وارنټ معطل کړی دی.
د فساد ضد سپېشل جوډيشل مجسټرېټ لخوا د مسلم ليګ (ن) مشر او وفاقي داخله وزير رانا ثناءالله د ګرفتارۍ وارنټ جاري شوے دے۔
د فساد ضد ټیم هم د وارنټ عملي کولو لپاره د اسلام اباد پولیسو ته ورغلی و، خو وفاقي پولیسو دواړه ځل ټیم بېرته واستاوه.
رانا ثناءالله د ګرفتارۍ وارنټ په عدالت کښې چيلنج کړے وو چې د لاهور هائي کورټ راولپنډۍ بينچ د داخله وزير د ګرفتاري وارنټ معطل کړے دے۔
تېره ورځ د پنجاب د کورنیو چارو سلاکار عمر سرفراز چیمه ویلي وو چې د کورنیو چارو وفاقي وزیر رانا ثناالله به پنجاب ته د ننوتو په صورت کې ونیول شي.
دا خبره د یادونې ده چې په تیر ۸ اتم اکبوبر د وفاقي داخله وزير رانا ثناءالله ناقابل ضمانت ګرفتاري وارنټ جاري کړي شوې دې. د رانا ثناءالله د ګرفتارۍ وارنټ د کرپشن په ضد سپېشل جوډيشل مجسټرېټ جاري کړي دې.
د پنجاب اينټي کرپشن اسټيبلشمنټ وينا ده چي د رانا ثناءالله ناقابل ضمانت ګرفتاري وارنټ په مقدمه نمبر 20/19 جاري کړي شوي دې.
…………………….
نورې لیکنې
د تایلنډ یو ۱۳۰ کسیز پلاوي د خیبر پښتونخوا په تخت بای کې د بودايي تاریخي او مذهبي ځایونو لیدنه وکړه
زه د پاکستان ګوډاګې وزیراعظم جوړیدل نه غواړم، که بیا داسې حکومت راکړل شی نو قبول به ی نه کړم: عمران
وزیراعظم شهباز شریف ا ازبکستان صدر شوکت مرزوف سره ولیدل، په مهمو موضوعاتو ی ورسره ټینګار کړې






