د روس او اوکراین جنګ، روسیه نړۍ ته مشوره ورکړې ده

0
151

باغی ټي وي رپورټ
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف د اوکراین د جګړې په اړه د مسکو انتقاد کوونکو ته یوه مشوره ورکړې ده.

د بهرنیو رسنیو له مخې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر وايي، هغه کسان چې د اوکراین د جګړې له امله ویده نه شي، تصور وکړي چې اوکراین فلسطین دی او روسیه امریکا ده.

سرګي لاوروف زیاته کړه چې تصور وکړئ اوکرایین د افریقا یوه برخه ده، نو تاسو به په ارامه ویده شئ.
ياده دې وي چې روسيې د روان کال په فبرورۍ مياشت کې پر اوکراين يرغل وکړ، چې له هغه وروسته د روسيې او اوکراين ترمنځ جګړه روانه ده او روسيې له ټولپوښتنې وروسته د اوکراين څلور سيمې له خپلې خاورې سره الحاق کړې دي.
له بلې خوا د امريکا او اروپايي هېوادونو له خوا پر روسيې سختې نيوکې کېږي او څو ورځې وړاندې د امريکا ولسمشر په يوه وينا کې ويلي وو، چې کله د روسيې ولسمشر د اټومي بريدونو خبره کوي، ټوکې نه کوي. په داسې وخت کښې که چیرې روسیه په اوکراین کې ماتې اوخوري لکه څنګه چې دوام لري، اټومي بریدونه کیدی شي.

Leave a reply